Search

محسن رضايي: له ایران سره په جګړه کې د امریکايي سرتېرو مرګ‌ژوبله ۵۰۰ تنو ته رسېدلې

News image
13 زمری 1405 - 08:16

د ایران د رهبر سلاکار محسن رضايي ادعا کړې چې له امریکا سره د وروستیو نښتو پر مهال د امریکايي سرتېرو د مرګ‌ژوبلې شمېر ۵۰۰ کسانو ته رسېدلی دی.

د تسنیم خبري اژانس د زمري په ۱۲مه، ۱۴۰۵، دوشنبه ماښام راپور ورکړی چې رضايي دغه څرګندونې په یوه خبري مرکه کې کړې دي.

د تسنیم په وینا، رضايي ویلي چې په ایران کې د ترسره شویو ارزونو له مخې، د ایران په بریدونو کې ۵۰۰ امریکايي سرتېري وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

هغه همداراز د امریکا له لوري د دغو نښتو په پایله کې د ۶۵۰ وژل شویو او ټپیانو اعلان شوې شمېره «غیرواقعي» بللې ده.

ایران تر دې دمه له دغو نښتو وروسته د خپلو نظامي ځواکونو د مرګ‌ژوبلې په اړه رسمي شمېرې نه دي خپرې کړې.