Search

ترمپ له ایران سره د تړون په شرط پلان شوې حمله وځنډوله

News image
11 زمری 1405 - 08:15

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، پر ایران یې پلان شوې حمله په موقتي توګه لغوه کړې ده.

ټرمپ ویلي چې دغه پرېکړه له تهران سره د یوه چټک تړون د ترلاسه کولو په شرط شوې ده.

ټرمپ په ټولنیزه شبکه «ټروت سوشل» کې لیکلي چې ایران او د منځني ختیځ یو شمېر هېوادونو له واشنګټن غوښتي چې له برید څخه ډډه وکړي، ځکه د ده په وینا، د یوه تړون پر «چوکاټونو» هوکړه شوې ده.

د هغه په وینا، دغه تړون به د هرمز تنګي د بشپړ پرانیستلو او هغه څه ته د پای ټکی کېږدي چې نوموړي د «ایران اټومي ګواښ» بللی دی.

په ورته وخت کې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ادعا کړې چې د واشنګټن وروستیو بریدونو د ایران دفاعي وړتیاوې په پراخه کچه کمزورې کړې او له همدې امله تهران د خپل اټومي پروګرام او هرمز تنګي په اړه خبرو ته هڅول شوی دی.

روبیو ویلي، ایران لا هم توغندي او بې‌پیلوټه الوتکې لري، خو نور د پخوا په څېر د مخنیوي وړتیا نه لري.

خو ایراني چارواکو دغه ادعاوې رد کړې او پر هرمز تنګي د تهران د کنټرول پر دوام یې ټینګار کړی دی.

د ایران د ولسي جرګې د ملي امنیت او بهرني سیاست کمېسیون ویاند حسن قشقاوي ویلي، په هرمز تنګي کې د بېړیو د تګ راتګ مدیریت به د ایران په واک کې پاتې وي او تهران به د پوځي یا سیاسي فشار له امله له خپل دریځ څخه شاتګ ونه کړي.

همداراز، د ایران د ولسي جرګې د ملي امنیت کمېسیون غړي ابراهیم رضايي خبرداری ورکړی چې که امریکا هر ډول برید وکړي، د ایران ځواب به د خلیج فارس سیمې پورې محدود نه وي او ټول هغه پوځي اډې به په نښه کړي چې د برید سرچینه وي.

په همدې حال کې، د منځني ختیځ د انسټیټیوټ لوړپوړي څېړونکي راس هریسون الجزیرې ته ویلي چې لا څرګنده نه ده چې د ټرمپ پرېکړه د کړکېچ د واقعي کمېدو نښه ده که نه.

هغه ټینګار کړی چې د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو په اړه د یوې روښانه هوکړې تر نه شتون پورې، د جګړې د بیا پیل احتمال لا هم شته.