Search

عراقچي: ایران د امریکا هر ډول تېري ته د پرېکنده ځواب لپاره چمتو دی

News image
11 زمری 1405 - 08:43

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د امریکا د پوځ د هغه څه په اړه چې نوموړي «ماجراجویانه اقدامات» بللي، خبرداری ورکړی او ټینګار یې کړی چې تهران د امریکا هر ډول تېري ته د پرېکنده ځواب ورکولو لپاره چمتو دی.

د مهر خبري اژانس د یکشنبې، د ۲۰۲۶ کال د اګست ۲مې، سهار د راپور له مخې، عراقچي دغه دریځ له پاکستان د پوځ له لوی درستیز عاصم منیر او د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر هاکان فیدان سره په جلا ټیلیفوني خبرو کې مطرح کړی دی.

د راپور له مخې، عراقچي له پاکستاني او ترکي چارواکو سره د کړکېچ د زیاتېدو او په سیمه کې د ناامنۍ د پراخېدو د خطر په اړه خبرې او نظرونه شریک کړي دي.

د عراقچي دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې امریکايي رسنیو د تېرې ورځې په لومړیو ساعتونو کې راپور ورکړی و چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران پر انرژۍ زیربناوو د برید امکان په جدي توګه ارزوي.