د غزې د سولې پلاوي او منځګړو هېوادونو، چې مصر، قطر، ترکیه او امریکا پکې شامل دي، ویلي چې حماس په غزه کې د اوربند د راتلونکو پړاوونو د پلي کېدو له یوې تفصیلي طرحې سره موافقه کړې ده.
د دغو لورو په ګډه اعلامیه کې راغلي، دغه هوکړه له څو میاشتو سختو خبرو اترو وروسته ترلاسه شوې او موخه یې په غزه کې د حکومتولۍ، امنیت، بشري مرستو، بیارغونې او اقتصادي رغونې لپاره د یوې هر اړخیزې طرحې پلي کول دي.
د اعلامیې له مخې، حماس د لومړي ځل لپاره په رسمي ډول له داسې عملي پلان سره موافقه کړې چې له مخې به یې خپلې ټولې وسلې وسپاري. په بدل کې به اسراییلي ځواکونه په تدریجي ډول د غزې له تړانګې ووځي.
په اعلامیه کې دغه هوکړه «یو تاریخي پرمختګ» بلل شوې او ویل شوي، که عملي شي، د غزې د خلکو د ژوند د شرایطو په ښه کېدو او د اسراییل د امنیت په پیاوړتیا کې به مرسته وکړي.
د سولې پلاوي ویلي، اوس به یې اصلي تمرکز د دې هوکړې پر عملي کولو وي.
د طرحې له مخې، ټاکل شوې د غزې د ادارې ملي کمېټه (NCAG) په نږدې راتلونکې کې د نړیوال ثبات ځواک (ISF) په ملاتړ د غزې د ادارې د بشپړ مسوولیت د تدریجي لېږد بهیر پیل کړي.
د اعلامیې له مخې، د همدې بهیر په چوکاټ کې به د قانون حاکمیت، امنیتي وضعیت او د غزې بشري شرایط هم ښه شي.