Search

ایران: امریکا او اسراییل د نړۍ د اوسني وضعیت اصلي مسؤلان دي

News image
9 زمری 1405 - 08:26

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي امریکا او اسراییل د نړۍ د اوسني وضعیت اصلي مسؤلان بللي او ویلي یې دي چې د نړیوالو قوانینو د نقض او د جګړه‌ییزو جرمونو د عاملانو د معافیت په برخه کې دواړه هېوادونه مهم رول لري.

بقایي دغه څرګندونې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتېرېش د هغو وروستیو خبرو په غبرګون کې کړې چې پکې یې د نړیوالو قوانینو د نه رعایت او د پوځي حل‌لارو د زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې وه.

هغه د ملګرو ملتونو سرمنشي ته په خطاب کې ویلي: «ولې د هغو کسانو له غندلو ډډه کوئ چې د نسل‌وژنې، جګړه‌ییزو جرمونو، د بشریت ضد جرمونو او تېري عاملانو ته یې بشپړ معافیت برابر کړی دی؟»

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د ګوتېرېش هغه څرګندونو ته هم اشاره کړې چې پکې یې د مجازاتو د معافیت د پراخېدو او د سیاسي حل‌لارو پر ځای د پوځي لارو د غوره کېدو په اړه خبرداری ورکړی و.

نوموړي پر ګوتېرېش نیوکه کړې چې امریکا او اسراییل یې د دغو ستونزو د اصلي مسؤلانو په توګه نه دي یاد کړي.