اسوشېټیډ پریس راپور ورکړی چې د امریکا د سیاتل ښار د خوړو په یوه جشنواره کې د ډزو له امله دوه کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.
د راپورونو له مخې، دا پېښه د «بایټ اف سیاتل» په نوم د خوړو جشنوارې پر مهال رامنځته شوې او په ټپیانو کې دوه ماشومان هم شامل دي.
پولیسو ویلي چې ډزې د یوه کس له لوري شوې دي. هغوی له خلکو غوښتي چې د پېښې سیمې ته له تګ څخه ډډه وکړي.
د پولیسو په حواله، تر اوسه د دې پېښې لامل نه دی څرګند شوی، خو په اړه یې څېړنې پیل شوې دي.
په وروستیو کلونو کې په امریکا کې د ډلهییزو ډزو او وسلهوالو بریدونو پېښې زیاتې شوې دي چې له امله یې ګڼ کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي. دغو پېښو د امریکايي خلکو اندېښنې هم زیاتې کړې دي.
د یادونې وړ ده چې په امریکا او یو شمېر نورو هېوادونو کې په دې وروستیو کې د هدفي بریدونو او وژنو پېښې هم زیاتې شوې دي.
د راپورونو له مخې، تېره ورځ د جرمني په برلین ښار کې یوه کس د همجنسبازانو یوه ډله په موټر وهلې وه چې له امله یې یو کس وژل شوی او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.