د ایران د سپاه پاسداران ویاند حسین محبي د ۱۴۰۵ کال د زمري په ۳مه، شنبه خبرداری ورکړی چې که بریتانیا د ایران پر ضد په هر ډول احتمالي جګړه کې د امریکا ملاتړ وکړي، د ایران لپاره به په «قطعي او مشروع هدف» بدل شي.
محبي د تسنیم خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي، هر هغه هېواد چې د ایران پر ضد جګړه کې د امریکا ملاتړ وکړي، د بریتانیا، د فارس خلیج د هېوادونو او نورو دولتونو په ګډون، د ایران لپاره به «مشروع هدف» وي.
هغه ادعا کړې چې په وروستیو کې امریکايي بم غورځوونکو الوتکو د بریتانیا له پوځي اډو ګټه اخیستې او زیاته یې کړې، که لندن د تهران پر ضد په هر ډول پوځي اقدام کې له واشنګټن سره ملګرتیا وکړي، د ایران لپاره به په «قطعي او مشروع هدف» بدل شي.
د سپاه ویاند همداراز خبرداری ورکړی چې که اسرائیل یو ځل بیا جګړه پیل کړي، نو د ده په وینا، «لویه بلا» به پرې نازله شي.
هغه دا ادعا هم کړې چې اسرائیل د امریکا ولسمشر هڅوي او د ناسم معلوماتو په وړاندې کولو سره هڅه کوي واشنګټن په سیمه کې وساتي او د امریکا له پوځي توان څخه د خپلو موخو لپاره کار واخلي.