د امریکا مرکزي قومندانۍ (سنتکام) ویلي، امریکايي ځواکونو تر پرون ورځې پورې د ۱۲ سوداګریزو بېړیو مسیر بدل کړی، دوه بېړۍ یې له فعالیته ایستلې او د دوو نورو بېړیو پلټنه یې کړې ده.
سنتکام په اېکس کې ویلي، د ایران سمندري محاصره لا هم په بشپړ ډول روانه ده.
د دغې خبرپاڼې له مخې، امریکايي ځواکونو د تېرې ورځې په لومړیو ساعتونو کې په عربي سمندر کې د MT Charminar په نوم د کومور بیرغ لرونکې نفت وړونکې بېړۍ د پلټنې او تصدیق عملیات بشپړ کړل. همدارنګه یې د عمان په خلیج کې د MT Leovain په نوم بله نفت وړونکې بېړۍ له فعالیته وایسته.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا پوځ له دوو اوونیو نښتو وروسته، د تېرې شپې راهیسې پر ایران خپل بریدونه درولي او تر اوسه د دواړو لورو ترمنځ د نوې نښتې راپور نه دی خپور شوی.