Search

د پاکستان پوځ: په بلوچستان کې د ټي‌ټي‌پي ۱۰ غړي وژل شوي

News image
1 زمری 1405 - 07:49

د پاکستان پوځ ویلي، چې په بلوچستان ایالت کې د تېرو دوو ورځو د پوځي عملیاتو پر مهال د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) ۱۰ غړي وژل شوي او دوه ځانمرګې ښځې هم نیول شوې دي.

اکسپریس ټریبیون د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ISPR) له قوله راپور ورکړی، چې امنیتي ځواکونو د دوو ځانمرګو ښځو ترڅنګ د هغوی اسانتیا برابروونکي هم نیولي دي.

د پاکستان پوځ ادعا کړې، چې وژل شوي کسان له هند سره تړاو لري او د تحریک طالبان پاکستان غړي وو.

پاکستان تر دې وړاندې هم څو ځله طالبان تورن کړي، چې د تحریک طالبان پاکستان په ګډون له هغو ډلو ملاتړ کوي، چې د پاکستان پر ضد فعالیت کوي، خو طالبانو تل دا تورونه رد کړي دي.