Search

سنټکام: امریکا د ایران د پوځي اهدافو پر ضد د بریدونو نوی پړاو پیل کړی

News image
1 زمری 1405 - 07:49

د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) ویلي، چې امریکايي ځواکونو د دغه هېواد د اعلی سرقوماندان په امر د ایران د پوځي اهدافو پر ضد د بریدونو نوی پړاو پیل کړی دی.

سنټکام په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه بریدونه د امریکا د ختیځ وخت (ET) له مخې د ماښام په ۵:۳۰ بجو پیل شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، د دې عملیاتو موخه د ایران د هغو پوځي وړتیاوو لا کمزوري کول دي، چې د سیمې له اوبو څخه د تېرېدونکو ملکي او سوداګریزو بېړیو لپاره ګواښ بلل کېږي.

سنټکام د بریدونو د هدف ګرځېدلو ځایونو او یا هم د احتمالي زیانونو په اړه نور جزییات نه دي خپاره کړي.