کابل ټریبیون (کېټي) -- د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر حشمتالله شاهدي د خپلې مشرۍ له دندې استعفا کړې او ویلي یې دي چې دا پرېکړه یې د شخصي دلایلو پر بنسټ کړې ده.
شاهدي په خپله فېسبوکپاڼه کې ویلي، د ملي لوبډلې د لوبډلمشر په توګه دنده ترسره کول ورته ستر ویاړ و. هغه د خپلې دندې پر مهال د لوبغاړو، روزونکو او د کرېکټ ادارې له چارواکو څخه د ملاتړ له امله مننه وکړه.
شاهدي ویلي چې لوبډلې د لوبغاړو، روزونکو او ادارې د ګډو هڅو په پایله کې ګڼې بریاوې ترلاسه کړې دي.
هغه د افغانستان د کرېکټ له مینهوالو، خپلې کورنۍ او نږدې ملګرو څخه هم د خپل ملاتړ له امله مننه وکړه او د خپلې کپټانۍ پر مهال یې د هر ډول احتمالي نیمګړتیاوو له امله بخښنه وغوښته.
شاهدي وویل، که څه هم د کپټانۍ له دندې ګوښه کېږي، خو د یوه ژمن لوبغاړي په توګه به د افغانستان استازیتوب ته دوام ورکړي او د لوبډلې د بریا لپاره به خپلو هڅو ته ادامه ورکړي.
هغه هیله څرګنده کړه چې ملي لوبډله به د نوي کپټان تر مشرۍ لاندې لا ډېرې بریاوې ترلاسه کړي.
د افغانستان کرېکټ بورډ تر اوسه د حشمتالله شهیدي د ځایناستي نوم نه دی اعلان کړی.