Search

سنتکام: د ایران پر پوځي مرکزونو د امریکا د بریدونو نوی پړاو پای ته ورسېد

News image
30 چنګاښ 1405 - 08:45

د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) ویلي، امریکايي ځواکونو د ایران د پوځي اهدافو پر ضد د بریدونو نوی پړاو پای ته رسولی دی.

سنتکام په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه بریدونه د امریکا د ختیځ وخت له مخې د شپې په ۹ بجو ترسره شوي او د ایران پوځي قوماندانۍ، سمندري وړتیاوې، د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو د توغولو ځایونه او د هوايي دفاع سیسټمونه یې په نښه کړي دي.

د خبرپاڼې له مخې، د دغو بریدونو موخه دا وه چې په هرمز تنګي کې پر سوداګریزو بېړیو د بریدونو د دوام لپاره د ایران وړتیا کمه شي.

د امریکا مرکزي قوماندانۍ زیاته کړې، سره له دې چې سیمه کې کړکېچ روان دی، خو د هرمز تنګي له لارې د سوداګریزو بېړیو تګ راتګ لا هم دوام لري.

سنتکام ادعا کړې چې امریکايي ځواکونو د غویي میاشتې (May) له پیل راهیسې د شاوخوا ۹۰۰ سوداګریزو بېړیو د تګ راتګ او د نږدې ۴۵۰ میلیونه بېرلو خامو تېلو د لېږد اسانتیا برابره کړې ده.

سنتکام همدارنګه ټینګار کړی چې امریکايي ځواکونه لا هم د بشپړ چمتووالي په حالت کې دي او د هغه څه پر وړاندې چې دې قوماندانۍ یې «د ملکي سمندري تګ‌راتګ پر وړاندې د ایران تېري کوونکي او بې‌دلیله اقدامات» بللي، د ځواب ویلو لپاره چمتو دي.

دا بریدونه داسې مهال ترسره کېږي چې د امریکا او ایران ترمنځ په خلیج فارس کې کړکېچ لا هم دوام لري. هرمز تنګی، چې د نړۍ د انرژۍ د لېږد له مهمو سمندري لارو څخه شمېرل کېږي، په وروستیو میاشتو کې د دواړو هېوادونو د تقابل له مهمو محورونو څخه ګرځېدلی دی. امریکا ایران د سوداګریزو بېړیو د امنیت د ګواښلو تورنوي، خو ایران دا تورونه رد کړي او په سیمه کې د بې‌ثباتۍ مسؤلیت د امریکا پر پوځي حضور ور اچوي.