Search

د دوو امریکايي پوځیانو تر مړینې وروسته امریکا پر ایران نوي بریدونه کړي

News image
28 چنګاښ 1405 - 08:19

امریکا په اردن کې د دوو امریکايي پوځیانو تر وژل کېدو او د یوه بل تر ورکېدو وروسته پر ایران د هوايي بریدونو نوې لړۍ پیل کړې ده. رویټرز راپور ورکړی چې واشنګټن دغه بریدونه د ایران د وروستیو بریدونو په غبرګون کې ترسره کړي دي.

د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) ویلي، وروستي بریدونه د دې لپاره شوي چې د هرمز تنګي په سیمه کې د سوداګریزو بېړیو پر وړاندې د ایران د ګواښ وړتیا کمه کړي او د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو ته د هغو بریدونو په ځواب کې سزا ورکړي چې د امریکا په وینا، تیره شپه یې په اردن کې پر امریکايي پوځیانو ترسره کړي وو.

سېنټکام په خبرپاڼه کې ویلي: «دغه بریدونه د هرمز تنګي په سیمه کې د سوداګریزو بېړیو پر وړاندې د ایران د ګواښونو د کمزوري کولو او د سپاه پاسداران هغو ځواکونو د چټکې سزا لپاره ترسره شوي چې په اردن کې یې پر امریکايي پوځیانو برید کړی و.»

د ایران مهر خبري اژانس راپور ورکړی چې امریکايي ځواکونو د ایران په سوېل کې د سیریک ښار ته څېرمه یوه سیمه په نښه کړې، خو د مرګ ژوبلې او یا هم د زیربناوو د زیان راپور نه دی ورکړل شوی.

دغه کړکېچ له هغې وروسته زیات شوی چې شاوخوا یوه میاشت مخکې شوی لنډمهالی اوربند پای ته ورسېد او اوس د امریکا او ایران ترمنځ د پراخې جګړې د بیا پیل اندېښنې زیاتې شوې دي.

سېنټکام ویلي، دوه امریکايي پوځیان د جمعې په ورځ وژل شوي او یو بل لا هم ورک دی. د دې پېښې سره د جګړې له پیل راهیسې د وژل شویو امریکايي پوځیانو شمېر ۱۶ ته رسېدلی او له ۴۲۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.

د امریکا د دفاع وزیر پیټ هېګسېت په اېکس پاڼه کې لیکلي چې د دغو پوځیانو وژل کېدو د واشنګټن هوډ لا پیاوړی کړی دی.

بل لور ته، د ایران ستر مشر آیت الله مجتبی خامنه‌یي ویلي، امریکا به د جګړې د پراخولو هڅو درنه بیه پرې کړي. هغه په یوه لیکلي بیان کې، چې د ایران دولتي رسنیو خپور کړی، ویلي چې د امریکا اقداماتو وښوده چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ژمنې «په بشپړه توګه بې‌اعتباره او بې‌ارزښته» دي او واشنګټن ته یې د «لا درنو لګښتونو او لا زیاتې سپکاوي» خبرداری ورکړی دی.

راپور زیاتوي چې د مجتبی خامنه‌یي د اوسني ځای په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.