Search

سنټکام: امریکايي ځواکونو د ایران پر پوځي هدفونو تازه بریدونه کړي

News image
24 چنګاښ 1405 - 08:26

د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) ویلي، امریکايي ځواکونو د هرمز تنګي ته څېرمه او د ایران په ساحلي سیمو کې د دغه هېواد پر پوځي هدفونو د هوايي او سمندري بریدونو نوی پړاو ترسره کړی دی.

سنټکام په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه بریدونه د امریکا د ختیځ وخت له مخې د شپې په ۱۰ بجو پیل شوي او د اووه ساعته عملیاتو په ترڅ کې لسګونه پوځي هدفونه، چې د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو مرکزونه، سمندري وړتیاوې او د ایران د ساحلي دفاع سیستمونه پکې شامل دي، په نښه شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، امریکايي جنګي الوتکو، بې‌پیلوټه الوتکو او د سمندري ځواکونو بېړیو د هدایت کېدونکو مهماتو په کارولو سره دغه بریدونه ترسره کړي دي.

سنټکام ویلي، د دې عملیاتو موخه د ایران د هغې وړتیا کمزوري کول دي چې په سیمه کې سوداګریزې بېړۍ او ملکي عملې وګواښي.

د امریکا مرکزي قوماندانۍ همداراز ویلي، دا بریدونه هم‌مهاله له هغو بېړیو سره د سمندري محاصرې له بیا پیل سره ترسره شوي چې د ایران بندرونو او ساحلي سیمو ته تګ راتګ کوي.

د سنټکام په وینا، دغه سمندري محاصره د هماغې ورځې د امریکا د ختیځ وخت له مخې د مازدیګر په ۴ بجو عملي شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، امریکايي ځواکونه لا هم د بشپړ چمتووالي په حالت کې دي او د امریکا د ولسمشر د هر ډول امر د عملي کولو لپاره چمتو دي.

دا بریدونه په داسې حال کې شوي چې په وروستیو ورځو کې د واشنګټن او تهران ترمنځ کړکېچ زیات شوی او امریکا پر ایران خپل پوځي او سمندري فشارونه ډېر کړي دي.

ایران تر اوسه د دغو بریدونو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

د یادونې وړ ده، چې د هرمز تنګی د نړۍ له مهمو سمندري لارو څخه شمېرل کېږي او د نړیوالو نفتو او مایع طبیعي ګازو د صادراتو د پام وړ برخه له همدې لارې لېږدول کېږي. هر ډول پوځي کړکېچ یا امنیتي ګواښ په دې سیمه کې د نړیوالو انرژۍ بازارونو او د نفتو پر بیو مستقیم اغېز کولای شي.