د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت وايي، د هېواد په یو شمېر پوهنتونونو کې یې د ۹۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د پنځو نیمګړو لیلیو د جوړولو پاتې چارې بېرته پیل کړې دي.
یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه پروژې د طالبانو د مشرتابه له
لوري منظور شوې دي او د لوړو زده کړو وزارت له بودجې څخه یې د پاتې کارونو عملي
چارې پیل شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې، ټاکل شوې چې د دغو لیلیو کارونه به د روان ۱۴۰۵ لېږدیز لمریز
کال تر پایه بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
وزارت زیاته کړې چې د یادو لیلیو په جوړېدو سره به شاوخوا پنځه زره زدهکړیالانو
ته د اوسېدو او زدهکړې لپاره مناسب او خوندي چاپېریال برابر شي.