Search

طالبان: تېر ۱۴۰۲ لمریز کال کې د اوسپنې پټلۍ له لارې انتقالات نږدې ۸۰ سلنه زیات شوي

News image
31 غبرګولی 1405 - 10:58

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت وايي، په تېر ۱۴۰۲ لمریز کال کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷ میلیونه، ۶۰۲ زره او ۴۱۹ مټریک ټنه توکي لېږدول شوي، چې د ۱۴۰۱ کال په پرتله ۷۷.۹ سلنه زیاتوالی ښيي.

د یاد وزارت په وینا، په دغو انتقالاتو کې ۳۶ زره او ۱۱۹ مټریک ټنه د افغانستان صادرات دي، چې پکې وچه مېوه، وریجې، معدني ډبرې، کچالو، د انارو جوس او د سبزیجاتو تخمونه شامل دي، او پاتې نور د نفتي او غیر نفتي توکو واردات جوړوي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه انتقالات د حیرتان، آقینې، تورغونډۍ او خواف–هرات د اوسپنې پټلۍ له لارو ترسره شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته د اوسپنې پټلۍ له لارې د سوداګریزو انتقالاتو پر پراختیا ټینګار شوی او هڅې روانې دي چې د سیمې له هېوادونو سره د رېل پټلۍ اړیکې نورې هم پراخې شي.