د بشري حقونو یوې ډلې راپور ورکړی، چې په ایران کې د اعتراضونو پر مهال نیول شوې یوې افغانې ښځې ته د پنځه کلونو بند سزا اورول شوې ده.
د هنګاو د بشري حقونو سازمان په وینا، همیرا شریفي چې دا مهال د اوین زندان د ښځو په څانګه کې ساتل کېږي، تازه د ایران د قضایي ارګان له لوري د صادرې شوې سزا په اړه خبر شوې ده.
د دې قضیې د تورونو جزییات او هغه محکمه چې پرېکړه یې کړې، د قضایي شفافیت د نشتوالي له امله روښانه نه دي، او په دې تړاو څېړنې لا هم روانې دي.
د هنګاو په راپور کې راغلي، چې شریفي د توقیف پر مهال د خرابېدونکي فزیکي او رواني وضعیت او د مناسبې طبي پاملرنې د نشتوالي له امله لږ تر لږه دوه ځله د ځان وژنې هڅه کړې ده.
د قضیې نږدې سرچینو ویلي، چې شریفي د پوستکي له ناروغۍ او شدیدو رواني ستونزو کړېږي، چې د زندان د شرایطو له امله رامنځته شوي دي. ویل کېږي، چې د زندان چارواکو هغې ته د ځانګړې درملنې او کافي روغتیايي خدماتو لاسرسی نه دی ورکړی.
سرچینې همداراز وایي، چې شریفي هېڅ هویتي اسناد نه لري. هغې د اوین زندان ته له لېږد وروسته دوه ځله د ځان وژنې هڅه کړې، چې وروستۍ پېښه یې تېره اوونۍ ثبت شوې ده.
شریفي د ۱۴۰۴ لمریز کال د جدې په میاشت کې د اعتراضونو پر مهال نیول شوې وه او په لومړي سر کې د قرچک زندان ته لېږدول شوې وه. نوموړې وروسته د ۱۴۰۴ لمریز کال د سلواغې په ۲۷مه د اوین زندان د ښځو څانګې ته انتقال شوه، چې تر اوسه هم هلته بندي ده.