Search

راتلونکې اوونۍ د کونړ– نورستان سړک د ډامبرولو چارې پیلېږي

News image
24 غویی 1405 - 10:53

په نورستان کې د طالبانو ولایت مقام ویاند فریدون صمیم وايي، راتلونکې اوونۍ به د کونړ–نورستان سړک د ډامبرولو چارې په رسمي ډول پیل شي.

د هغه په وینا، د ټولګټو چارو وزارت د دې سړک له روانو پرمختیایي کارونو د ساحوي لیدنې پر مهال پرېکړه کړې، چې د یاد سړک ۲۲ کیلومتره برخه لا دمخه د ډامبرولو لپاره چمتو شوې او په نږدې راتلونکي کې به یې عملي کارونه پیل شي.

نوموړي زیاته کړه، چې دغه سړک به د ۹ مترو په پراخوالي سره ډامبر شي.

د کونړ–نورستان سړک د هېواد په ختیځ کې له هغو مهمو زیربنایي لارو څخه شمېرل کېږي چې د غرنیو سیمو د نښلولو ترڅنګ د سیمه‌ییزې سوداګرۍ، تګ راتګ او اقتصادي اړیکو په پراختیا کې مهم رول لري. د دې لارې د بشپړولو غوښتنه له کلونو راهیسې د سیمې د اوسېدونکو له مهمو غوښتنو څخه وه.