Search

طالبان: امو دریا نفتي حوزه کې له پنځو نوو څاګانو د نفتو استخراج پیل شو

News image
8 غویی 1405 - 10:54

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان وايي، د جوزجان ولایت اړوند د امو دریا نفتي حوزې په زمرد سای سیمه کې له پنځو نوو کېندل شویو څاګانو څخه د نفتو استخراج پیل شوی دی.

افغان پر خپل ایکس پاڼه لیکلي چې دغه استخراج پرون (دوشنبه) هغه مهال پیل شو، کله چې د وزیرانو شورا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند، د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت‌الله بدري او یو شمېر نورو چارواکو جوزجان ولایت ته سفر کړی و.

د هغه په وینا، له دغو پنځو څاګانو څخه به په ورځني ډول شاوخوا ۵۰۰ متره مکعبه نفت استخراجېږي.