Search

یونیسف: تر ۲۰۳۰ کال پورې افغانستان د ۲۵ زره ښځینه ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو له کمښت سره مخ کېدای شي

News image
8 غویی 1405 - 07:40

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) خبرداری ورکړی، که د نجونو پر زده‌کړو او د ښځو پر کار محدودیتونه دوام ومومي، نو افغانستان به تر ۲۰۳۰ کال پورې د څه باندې ۲۵ زره ښځینه ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو له کمښت سره مخ شي.

یونیسف ویلي، روان محدودیتونه لا هم ماشومان له زده‌کړو او روغتیايي خدمتونو بې‌برخې کوي او همدارنګه د هېواد اقتصاد او هغه اساسي عامه خدمتونه کمزوري کوي چې پر روزل شوو ښځینه مسلکي کسانو ولاړ دي.

د دې ادارې په یوه نوې څېړنه کې، چې «په افغانستان کې د نجونو پر زده‌کړو او د ښځو د کار ځواک کې د ګډون د نشتوالي بیه» نومېږي، راغلي چې په ملکي خدمتونو کې د ښځو ونډه له ۲۱ سلنې (۲۰۲۳) څخه په ۲۰۲۵ کال کې ۱۷.۷ سلنې ته راټیټه شوې ده.

د راپور له مخې، د طالبانو له خوا د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر په میاشت کې د نجونو د منځنیو زده‌کړو تر بندېدو وروسته، له یو میلیون څخه زیاتې نجونې له زده‌کړو بې‌برخې شوې دي. که دغه محدودیتونه تر ۲۰۳۰ کال پورې دوام ومومي، نو له دوو میلیونو څخه زیاتې نجونې به د لومړنیو زده‌کړو څخه لوړو مرحلو ته له تګ بې‌برخې شي.

د یونیسف مشرې کاترین راسل ویلي: «افغانستان نشي کولی د راتلونکو ښوونکو، نرسانو، ډاکټرانو، قابلګانو او ټولنیزو کارکوونکو له لاسه ورکولو توان ولري، ځکه همدوی بنسټیز خدمتونه پر مخ وړي.» هغې زیاته کړې: «که نجونې له زده‌کړو بې‌برخې پاتې شي، همدا به راتلونکی واقعیت وي.»

نوموړې له طالبانو وغوښتل چې د نجونو پر منځنیو زده‌کړو بندیز لرې کړي او له نړیوالې ټولنې یې هم وغوښتل چې د نجونو د زده‌کړو ملاتړ ته دوام ورکړي.

راپور د یوه دوه‌ګوني کړکېچ یادونه کوي او وایي، افغانستان نه یوازې روزل شوې ښځینه مسلکي کدرونه له لاسه ورکوي، بلکې د هغوی د ځای ناستې لپاره نوې نسل هم نه روزي.

د ارزونې له مخې، هېواد به تر ۲۰۳۰ کال پورې شاوخوا ۲۰ زره ښځینه ښوونکې او ۵۴۰۰ ښځینه روغتیايي کارکوونکې له لاسه ورکړي.

د زده‌کړو سکتور لا دمخه د دې وضعیت اغېز احساسوي. د بنسټیزو زده‌کړو په برخه کې د ښځینه ښوونکو شمېر له ۲۰۲۲ کال کې نږدې ۷۳ زرو څخه په ۲۰۲۴ کال کې شاوخوا ۶۶ زرو ته راکم شوی، چې تر ۹ سلنې ډېر کموالی ښيي.

دا کمښت د ماشومانو، په ځانګړي ډول د نجونو د زده‌کړو لپاره جدي ګواښ بلل کېږي، ځکه نجونې هغه مهال ښوونځي ته د تګ او پاتې کېدو ته ډېرې لېواله وي چې ښځینه ښوونکې موجودې وي.

د روغتیا برخه ښايي له لا سختو ستونزو سره مخ شي، ځکه په ډېرو سیمو کې کلتوري دودونه ښځې له دې منع کوي چې نارینه ډاکټرانو ته مراجعه وکړي.

یونیسف خبرداری ورکړی چې د ښځینه روغتیايي کارکوونکو کمښت به د میندو، نويو زېږېدلو ماشومانو او ماشومانو د روغتیايي خدمتونو لاسرسی محدود کړي او د ښځو او ماشومانو لپاره به خطرونه زیات کړي.

دې ادارې اټکل کړی چې د نجونو پر زده‌کړو او د ښځو پر کار محدودیتونه هر کال شاوخوا ۸۴ میلیونه ډالر اقتصادي زیان اړوي، او که وضعیت همداسې دوام وکړي، دا زیانونه به نور هم زیات شي.

سره له دې ننګونو، یونیسف ویلي چې لا هم په افغانستان کې د زده‌کړو ملاتړ ته دوام ورکوي. په ۲۰۲۵ کال کې له ۳.۷ میلیونو څخه زیاتو زده‌کوونکو په دولتي ښوونځیو کې بیړنۍ مرستې ترلاسه کړې، او ۴۴۲ زره ماشومان — چې ۶۶ سلنه یې نجونې دي — د ټولنې پر بنسټ د زده‌کړو له پروګرامونو برخمن شوي دي.

یونیسف همدارنګه ویلي چې په ټول هېواد کې یې ۲۳۲ ښوونځي جوړ کړي یا یې بیارغولي دي.

راسـل ویلي: «د افغان نجونو له منځنیو زده‌کړو محرومول، د ټول ملت له ظرفیت څخه د محرومولو په معنا دي»، او خبرداری یې ورکړی چې دا کار بېوزلي زیاتوي، د روغتیا وضعیت کمزوری کوي او اقتصادي وده محدوده کوي.