Search

په جوزجان کې د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونه د یتیم ‌طاق د سمنټو فابریکې کار پیل شو

News image
7 غویی 1405 - 13:39

د طالبانو د رئیس‌الوزرا اقتصادي معاونیت وایي، نن (دوشنبه) د جوزجان ولایت په یتیم‌طاق سیمه کې د سمنټو د تولیدي فابریکې د جوړولو چارې پیل شوې دي.

د یادې ادارې په وینا، دغه فابریکه به د کانونو او پټرولیم وزارت او د «۷۷» ترکي ساختماني شرکت ترمنځ د یوه تړون له مخې، د ۱۶۰ میلیونه امریکايي ډالرو په پانګونه د دوو کلونو په موده کې جوړه شي.

د کانونو وزارت مسؤلین وایي، دا فابریکه به په ورځني ډول د درې زره مټریک ټنه سمنټو د تولید ظرفیت ولري او د فعالیت له پیل سره به یې شاوخوا پنځه زره کسانو ته مستقیم او غیرمستقیم کاري فرصتونه برابر شي.

د طالبانو د رئیس‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند د پروژې د پیل په مراسمو کې ویلي، هڅه کوي چې افغانستان د سمنټو د تولید په برخه کې پر ځان بسیا کړي او پر وارداتو تکیه کمه کړي.

په همدې حال کې، د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت‌الله بدري هم ویلي چې تر راتلونکي لوی اختر وروسته به په کندهار کې هم د سمنټو د تولید بهیر پیل شي، چې دا به د هېواد د صنعتي ودې په برخه کې یو بل مهم ګام وي.