Search

په کنړ کې د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت کلیوالي سړک ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

News image
7 غویی 1405 - 12:14

د طالبانو د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وایي، د کنړ ولایت د نورګل ولسوالۍ په مزار درې سیمه کې د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت یو کلیوالي سړک جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.

د یاد وزارت په وینا، دغه سړک شاوخوا ۱۵ کیلومتره اوږدوالی لري، چې د جوړولو پر مهال یې لسګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.

مسوولین زیاتوي، د سړک په بشپړېدو سره د سیمې اوسېدونکو ته د تګ راتګ په برخه کې اسانتیاوې رامنځته شوې او تمه ده چې د خلکو پر ورځني ژوند او اقتصادي فعالیتونو مثبت اغېز ولري.

د طالبانو حکومت په دې وروستیو کې په بېلابېلو ولایتونو کې د بنسټیزو پروژو د پلي کېدو خبره کوي، چې هدف یې د کلیوالو سیمو پراختیا او د خلکو د ژوند اسانتیاوې بلل کېږي.