Search

طالبانو په بادغیس کې یوه ښځه په عام محضر کې په درو وهلي

News image
25 وری 1405 - 20:42

د طالبانو سترې محکمې ویلي، چې په بادغیس ولایت کې یوه ښځه د «زنا» په تور په عام محضر کې په درو وهل شوې ده.

د طالبانو سترې محکمې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه ښځه د ۱۴۰۵ کال د حمل په ۲۵مه، د سه‌شنبې په ورځ، د طالبانو د ابتدائیه محکمې له لوري په یو کال تنفیذي بند او ۲۰ درو وهلو محکومه شوې وه.

د خبرپاڼې له مخې، یاد حکم د طالبانو د سترې محکمې له تایید وروسته عملي شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې په همدې ورځ په ننګرهار او پکتیا ولایتونو کې هم دوه نور کسان د بېلابېلو تورونو له امله د طالبانو له خوا په عام محضر کې په درو وهل شوي دي.