د طالبانو سترې محکمې ویلي، چې په ننګرهار او پکتیا ولایتونو کې یې دوه تنه د بېلابېلو تورونو له امله په درو وهلي دي.
د طالبانو سترې محکمې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې یو تن د ننګرهار ولایت د درهنور ولسوالۍ کې د «زنا» په تور او بل تن د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ کې د «لواطت» په تور مجازات شوی دی.
د خبرپاڼې له مخې، په ننګرهار کې تورن کس د طالبانو د ابتدائیه محکمې له لوري په یو کال او شپږو میاشتو تنفیذي بند او ۳۹ درو وهلو محکوم شوی و، چې حکم یې د طالبانو د سترې محکمې له تایید وروسته تطبیق شوی دی.
همداراز، په یوه جلا اعلامیه کې ویل شوي، چې په پکتیا کې یو تن د طالبانو د ابتدائیه محکمې له لوري په دوه کلن تنفیذي بند او ۲۵ درو وهلو محکوم شوی و، چې یاد حکم هم عملي شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې څو ځله په عام محضر کې د درو وهلو سزاوې عملي کړي، چې د بشري حقونو د نړیوالو بنسټونو له نیوکو سره مخ شوې دي.