Search

طالبانو په زابل او میدان وردګ کې پر پنځو کسانو تعزیري سزاوې تطبیق کړې دي

News image
24 وری 1405 - 15:00

د طالبانو سترې محکمې په زابل او میدان وردګ ولایتونو کې پر پنځو کسانو د بېلابېلو تورونو له امله تعزیري سزاوې تطبیق کړي دي.

د یادې محکمې محکمې نن دوشنبه د حمله په ۲۴مه په خبرپاڼه کې ویلي دي، چې په زابل ولایت د شاه جوی ولسوالۍ کې یو کس د «غلا» په تور د ابتدائیه محکمې له پرېکړې وروسته په درې کاله تنفیذي بند او ۳۹ درو محکوم شوی و، چې دا حکم د طالبانو د سترې محکمې له تایید وروسته پر نوموړي عملي شوی دی.

بلخوا، په میدان وردګ ولایت د سیدآباد ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې، د یوې ښځې په ګډون څلور کسان د «زنا او لواطت» په تور په عام محضر کې مجازات شوي دي.

د معلوماتو له مخې، یاد کسان هر یو په دوه کاله تنفیذي بند او ۳۹ ـ ۳۹ درو محکوم شوي وو، چې د دوی له لوري د پرېکړې له منلو او د طالبانو د سترې محکمې له تایید وروسته پرې تطبیق شوې ده.

طالبان په وروستیو کلونو کې څو ځله په عام محضر کې پر تورنو کسانو د درو وهلو سزاوې تطبیق کړې دي، چې دغه اقدامونه تل د بشري حقونو د بنسټونو او نړیوالې ټولنې له غبرګونونو سره مخ شوي دي.