کابل ټربیون - له "پولیو پاک افغانستان" په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې نن (دوشنبه، د وري ۲۴مه) به د هېواد په ۳۱ ولایتونو کې د پولیو واکسین کمپاین پیل شي.
دغه بنسټ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې یوازې ډایکنډي او بامیان کې د هوا د سړښت له امله د ګوزڼ واکسین کمپاین نه دی پیل شوی او غور کې هم راتلونکې اوونۍ پیلیږي.
پولیو هغه ساري ناروغي ده چې تر ډېره له پنځه کلنو کم عمره ماشومان پرې اخته کیږي او کولای شي د تلپاتې ګوزڼ سبب شي.
دغه ناروغي یوازې افغانستان او پاکستان کې پاتې ده.