Search

طالبانو په کندوز او غزني کې درېیو کسانو ته تعزیري سزا ورکړې

News image
24 وری 1405 - 08:28
کابل ټربیون - د طالبانو ستره محکمه په یوه خبرپاڼه کې وایي، کندز کې یې دوه تنو ته د "لواطت" او غزني کې یې یو تن ته د "غلا" په تور تعزیري سزا ورکړې ده.
خبرپاڼه کې راغلي چې د کندوز په کلازال ولسوالۍ کې یو تورن ۳۰ درې وهل شوی او په درېیو کلونو بند محکوم شوی، دویم تورن بیا ۲۵ درې وهل شوی او په شپږ میاشتو بند محکوم شوی دی.
طالبانو په جلا خبرپاڼه کې ویلي چې د غزني په ګیلان ولسوالۍ کې هم د "غلا" په تور یو کس ۳۰ درې وهل شوی او په یوه کال تنفیذي بند محکوم شوی دی.
طالبانو افغانستان کې له بیا واکمنۍ راهیسې د خلکو په مخ کې د تعزیري سزاګانو پلي کولو ته مخه کړې ده.
که څه هم د بشري حقونو بنسټونو او نړۍوالو سازمانانو بیا بیا له دې امله پر طالبانو نیوکې کړي خو طالبان وایي، دا یې کورنۍ چارې دي او باید پکې لاسوهنه ونشي.