Search

د کابل-جلال‌اباد لویه لار لا هم د ټرافیکو پر مخ تړلې ده

News image
15 وری 1405 - 10:11
کابل ټربیون - د کابل-جلال‌اباد لویه لار په تنګه غارو سیمه کې د سېلابونو او غر ښویېدنې له امله د دویمې ورځې لپاره هم د هر راز تګ راتګ پر مخ تړلې ده.
د طالبانو د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس وایي، د دې لویې لارې د پرانیستو لپاره هڅې کوي خو بیا هم د غر ښویېدو امکان شته دی.
حق‌شناس زیاته کړې چې د کابل-جلال‌اباد فرعي لار هم د سېلابونو له امله تخریب شوې او تګ راتګ پرې بند شوی دی.
هغه له ټولو موټر چلوونکو او مسافرو غوښتي چې تر بلې خبرتیا له دې لارې د سفر ډډه وکړي.