Search

طالبانو جوزجان او بلخ کې اوو کسانو ته تعزیري سزا ورکړي

News image
10 وری 1405 - 08:56
کابل ټربیون - د طالبانو ستره محکمه وایي، جوزجان کې یې د دوو ښځو په ګډون شپږ تنو ته د "نامشروع اړیکو، مسوولینو ته د سپکاوي، روژې خوړلو او زنا" په تور او یوې بلې ښځې ته په بلخ کې د "نامشروع اړیکو" په تور تعزیري سزا ورکړې ده.
د طالبانو سترې محکمې په دې اړه یوې خبرپاڼه کې ویلي چې جوزجان کې یې یاد کسان له ۲۰ تر ۳۹ درو وهلي او له شپږ تر دوو کلونو پر تنفیذي بند یې محکوم کړي او بلخ کې یې بیا دغه ښځه ۳۵ درې وهلې او په پنځو کلونو تنفیذي بند محکومه کړې ده.
طالبانو افغانستان کې له بیا واکمنۍ راهیسې بیا بیا خلک د بېلابېلو جرمونو په تور په عام محضر کې په درو وهلي چې د نړۍوالو سازمانونو او د بشري حقونو د بنسټونو له پراخو غبرګونونو سره مخ شوي دي.