Search

له شپږم ټولګي پورته نجونې د پنځم پرله‌پسې کال لپاره له زده‌کړو محرومې شوې

News image
3 وری 1405 - 12:16
کابل ټربیون - افغانستان کې د ښوونیز کال له پیل سره سم، له شپږم ټولګي پورته میلیونونه نجونې د پنځم پرله‌پسې کال لپاره له زده‌کړو محرومې شوې.
طالبانو ۲۰۲۱ زېږیز کال کې افغانستان کې له بیا واکمنۍ راهیسې له شپږم ټولګي پورته زده‌کړې منع اعلان کړي او ویلي یې دي چې تر بلې خبرتیا به د دغو نجونو پر مخ ښوونځي تړلي وي.
دغه پرېکړه په کور دننه او بهر له پراخو غبرګونونو سره مخ شوه خو لا هم په دې اړه هېڅ اقدام نه دی شوی.
ملګرو ملتونو او د بشري حقونو او زده‌کړو نورو بنسټونو د دغې پرېکړې د بدو پایلو په تړاو بیا بیا خبرداری ورکړی خو طالبان لا هم دا هر څه بابیزه ګڼي.
افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې نجونې پکې له زده‌کړو محرومې دي.