د ماشومانو د واکسین پروګرام په نړۍ کې د ساري ناروغیو د مخنیوي او د ماشومانو د ژوند د ژغورلو تر ټولو اغېزمنه لاره بلل کېږي، خو په افغانستان کې لا هم ګڼ ماشومان له دې بنسټیز روغتیايي خدمت څخه بېبرخې دي.
روغتیايي کارپوهان وايي، افغانستان چې کلونه جګړې، بېثباتۍ او فقر د
دې هېواد د روغتیايي نظام بنسټونه زیانمن کړي، د واکسین پلي کول پکې له جدي ننګونو
سره مخ دي. د دوی په وینا، سره له دې چې د نړیوالو بنسټونو په مرسته د پولیو، شري
او نورو ساري ناروغیو پر وړاندې کمپاینونه پرلهپسې ترسره کېږي، خو لا هم د
ماشومانو یوه د پام وړ برخه واکسین ته لاسرسی نه لري.
په ارزګان ولایت کې ځايي روغتیايي مسوولان وايي چې د ناسمو باورونو، د
عامه پوهاوي د کمښت او ځینو تخنیکي ستونزو له امله شاوخوا ۳۰ سلنه ماشومان د پولیو
له واکسینه پاتې کېږي.
د ارزګان د عامې روغتیا ریاست کې د واکسین برخې یوه مسوول، چې نه یې
غوښتل نوم یې خپور شي، کابل ټربیون ته وویل، د ۱۴۰۵ لمریز کال په لومړیو کې د
واکسین په کمپاینونو کې ۳۰۶ زره ماشومان چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم دي، واکسین
شوي دي.
هغه زیاته کړه چې په زرګونو نور ماشومان، چې نږدې ۳۰ سلنه جوړوي، لا
هم له واکسین څخه پاتې دي. د نوموړي په وینا، د عامه پوهاوي کمښت، ځینو لرو پرتو
سیمو ته د واکسین نه رسېدل او په ځینو سیمو کې د کور په کور واکسین ځنډېدل، د دې
لامل شوي چې ګڼ ماشومان بېبرخې پاتې شي.
نوموړي خبرداری ورکړ چې دغه وضعیت د پولیو او ورته نورو ساري ناروغیو
د بیا راڅرګندېدو خطر زیاتوي.
په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (UNICEF) یوه سرچینه وايي، په ارزګان کې د عامه پوهاوي ټیټه کچه، د خلکو نههمکاري
او محدود امکانات د دې سبب شوي چې لا هم ۳۰ سلنه ماشومان په بشپړ ډول واکسین ته
لاسرسی ونه لري.
سرچینه زیاتوي چې له ټول ټال ۳۰۶ زره ماشومانو څخه شاوخوا ۲۲۶ زره او ۸۰۰
ماشومان واکسین کېږي، چې نږدې ۷۰ سلنه جوړوي. د سرچینې په خبره، که وضعیت همداسې
دوام وکړي، وېره شته چې نور ماشومان هم له واکسین پاتې شي او په ماشومانو کې
بېلابېلې ساري ناروغۍ خپرې شي.
بلخوا، د ارزګان یو شمېر اوسېدونکي هم مني چې په لرو پرتو سیمو کې د
واکسین په اړه ناسم باورونه موجود دي. د روزګان ولایت یو اوسېدونکي، حاجي محمدنبي،
کابل ټربیون ته وویل چې د واکسین په اړه د خلکو د پوهاوي کچه ټیټه ده او ځینې
کورنۍ د بېلابېلو ذهني برداشتونو له امله خپلو ماشومانو ته واکسین نه ورکوي.
هغه وویل: «زموږ په سیمو کې ځینې کورنۍ فکر کوي چې واکسین ماشومانو ته
زیان رسوي یا دا چې د بهرنیانو پلان دی. موږ له مسوولو ادارو غواړو چې د عامه
پوهاوي کچه لوړه کړي.»
روغتیايي کارپوهان ټینګار کوي چې واکسین عموماً له کمزوري یا غیرفعال
شوي ویروس څخه جوړېږي او د ماشوم د بدن دفاعي سیستم پیاوړی کوي، څو د راتلونکو
احتمالي ناروغیو پر وړاندې مقاومت ولري.
د عامه پوهاوي په برخه کې یو کارپوه، ډاکټر سیداحمد، وايي هغه کورنۍ
چې خپلو ماشومانو ته واکسین نه ورکوي، هغوی د خطرناکو ناروغیو پر وړاندې بېدفاع
پرېږدي.
د هغه په وینا، نه یوازې واکسین نهاخیستونکي ماشومان له خطر سره مخ
وي، بلکې کولای شي ناروغي نورو ماشومانو او لویانو ته هم ولېږدوي چې دا د ټولنې
لپاره جدي ګواښ دی.
نوموړي وویل: «واکسین د ماشوم د دفاعي سیستم د پیاوړتیا تر ټولو خوندي
او اغېزمنه لاره ده. که ماشوم واکسین نه شي، د ګوزڼ، شري، ټیتانوس او نورو وژونکو
ناروغیو ښکار کېدای شي. دا د ټولو مسوولیت دی چې خپلو ماشومانو ته واکسین ورکړي.»
په همدې حال کې، په ارزګان کې د واکسین بیړني مرکز مسوولان وايي هڅې
روانې دي څو د ولایت ټولو ماشومانو ته واکسین ورسول شي. د یاد مرکز مسوول ډاکټر
بخت محمد مصطفی وايي، وخت په وخت د بېلابېلو لارو د عامه پوهاوي پروګرامونه ترسره
کوي او دا لړۍ لا هم دوام لري.