دغې رسنۍ د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې په ۹مه) په یوې اعلامیه کې زیاته کړې چې د کندهار انار پاکستان، هند، سعودي عربستان، مالیزیا، اوزبیکستان، روسیې، قزاقستان، متحده عربي اماراتو او قطر ته صادر شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې له څو میاشتو راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحد بند دی او طالبان ادعا کوي چې د بدیلو سوداګریزو لارو په جوړولو سره د سرحدونو تړل کېدل په هېواد کې د صادراتو او وارداتو پر بهیر ډېر لوی اغېز نهدی کړی.