Search

په سوېلي حوزه کې تاریخي سیمې د له ‌منځه تلو له جدي ګواښ سره مخ دي

News image
1 سلواغه 1404 - 16:42

افغانستان له هغو هېوادونو څخه دی چې نږدې پنځه زره کلن لرغونی تاریخ لري او دا تاریخ د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د زرګونو تاریخي اثارو، لرغونو ښارونو، کلاوو، معبدونو، هديرو او تمدني نښو په بڼه خوندي پاتې شوی دی. دا تاریخي سیمې نه یوازې د افغانستان د تمدني هویت څرګندونه کوي، بلکې د سیمې او نړۍ د تاریخي څېړنو لپاره هم ځانګړی ارزښت لري.

خو په افغانستان کې د څو لسیزو جګړو، طبیعي پېښو، ناقانونه کیندنو، ښاري پراختیا او د پخوانیو حکومتونو د نه پاملرنې له امله ډېری تاریخي سیمې یا له منځه تللي او یا هم د جدي ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دي.

کندهار؛ ۲۶ تاریخي ځایونه د زوال په حال کې

د هېواد د نورو سیمو تر څنګ، سوېلي حوزه چې کندهار، هلمند، روزګان او زابل ولایتونه پکې شامل دي، د تاریخي اثارو له پلوه بډایه سیمه بلل کېږي. د تاریخي سرچینو له مخې، دا ولایتونه په بېلابېلو دورو کې د مهمو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي مرکزونو په توګه پاتې شوي دي.

د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د معلوماتو له مخې، په دې ولایت کې ۲۶ تاریخي ځایونه ثبت دي چې زرګونه کلن قدامت لري، خو یو شمېر یې د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دي او بیارغونې ته اړتیا لري.

په دغو ځایونو کې د کندهار زوړ ښار، نارنج ماڼۍ، سپېروان غونډۍ، اشوکا کتیبه، ارګ بازار، سلیمان برج، میرهزار جومات، مینا برج، احمدشاهي ودانۍ، احمدشاهي کلا، د میوند کلا او نور ابدات شامل دي. فرهنګیان وایي، ځینې دا ځایونه د جګړو له امله ویجاړ شوي او ځینې نور بیا د حکومتونو د نه پاملرنې له امله خراب حالت ته رسېدلي او ان ځمکې یې هم غصب شوې دي.

د کندهار یو تاریخپوه محمدولي سلیمان وایي، د شاه حسین هوتکي د واکمنۍ تاریخي کلا هم د غصب او نړېدو له ګواښ سره مخ ده.

هغه وایي:
«
ډېرې تاریخي سیمې غصب شوې دي او هغه چې پاتې دي، د له‌منځه تلو په حال کې دي. باید د دغو سیمو د رغولو او د غصب د مخنیوي لپاره جدي ګامونه واخیستل شي.»

هلمند؛ ۱۱۳ تاریخي سیمې

په هلمند ولایت کې ۱۱۳ تاریخي سیمې ثبت شوې دي، چې له ډلې یې بست کلا، د سلطان مسعود غزنوي قصرونه، زوړ ښار، بولان کلا، مختر کلا، ساروان کلا، زمینداور کلا او د خانشین ولسوالۍ د بي‌بي جانې کلاګانې تر ټولو مشهورې دي.

د هلمند اوسېدونکي شکایت کوي چې تاریخي سیمو ته پاملرنه نه کېږي او له طالبانو غواړي چې د دغو سیمو د ساتنې او بیارغونې لپاره جدي اقدامات وکړي.

د هلمند یو اوسېدونکي عبیدالله کابل ټربیون ته وویل:
«
دا تاریخي آثار دي او هر ځای چې وي، باید د ویجاړېدو مخه یې ونیول شي. حکومت او خلک دواړه د دې سیمو د ساتنې مسوولیت لري.»

روزګان او ارزګان؛ تاریخي شتمني د غصب ښکار

په روزګان ولایت کې ۱۴۳ تاریخي سیمې او اثار ثبت دي، چې ځینې یې زرګونه کلن قدامت لري. کافر کلا، بوزیچه، سلیمان تخت، د تودو اوبو چینه، لویه جامع او مرچه کلا د دې ولایت له مشهورو تاریخي ځایونو څخه دي.

په ارزګان کې تاریخپوه حکمت‌الله حکیمي وایي، تاریخي اثار د هر هېواد ملي شتمني ده او د هغوی ساتنه د واکمن حکومت مسوولیت دی.

هغه وایي:
«
هغه دولت چې واک لري، باید د تاریخي اثارو ساتنه وکړي. دا د اندېښنې وړ خبره ده چې زموږ تاریخي اثار د ویجاړېدو له خطر سره مخ دي.»

د ارزګان یو اوسېدونکی حبیب‌الرحمن وایي، ځینې تاریخي اثار خلکو په خپلو کورونو کې ساتلي او یو شمېر تاریخي سیمې هم غصب شوې دي.

زابل؛ تاریخي اثار د قاچاق تر ګواښ لاندې

زابل ولایت کې ۲۸ ثبت شوي تاریخي اثار شته، چې د شیخ متي بابا او محمد هوتک مزارونه، د نازو انا کور، د کلات بالاحصار او د غشي منار پکې شامل دي.

د زابل یو اوسېدونکي امین‌الله امین وایي، تاریخي سیمې غصب شوې، خلک پرې کورونه جوړوي او که څوک تاریخي اثار ومومي، له ځان سره یې ساتي یا یې نورو سیمو ته قاچاقوي.

هغه وایي:
«
موږ دلته یو شخصي موزیم لرو، خلک باید تاریخي اثار همدې موزیم ته وسپاري.»

د طالبانو هڅې او اندېښنې

سره له دې ستونزو، د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت په یو شمېر ولایتونو کې د تاریخي سیمو د بیارغونې هڅې پیل کړې دي. په کندهار کې د احمدشاه بابا کور او احمدشاهي حوض رغول شوي او په هلمند کې د بست کلا پر لور د سړک د جوړولو چارې پیل شوې دي.

خو فرهنګیان ټینګار کوي، که په کندهار، هلمند، روزګان او زابل کې لسګونه تاریخي سیمو ته جدي پاملرنه ونه شي، نو د غصب، قاچاق او ویجاړېدو له امله به دا ملي شتمني په بشپړه توګه له منځه ولاړه شي او راتلونکی نسل به له خپل تاریخ څخه بې‌برخې شي.