Search

د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډلې بیټسمېن فیصل شینوزاده د سویلي افریقا پر وړاندې نیمه سلیزه ووهله

News image
26 مرغومی 1404 - 14:28

د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډلې بیټسمېن فیصل شینوزاده د سویلي افریقا پر وړاندې د ۲۰۲۶ کال د ۱۹ کلنو نړیوال جام د سیالیو په پرانیستونکې لوبه کې نیمه سلیزه ووهله.

شینوزاده خپله نیمه سلیزه په ۶۴ توپونو پوره کړه او په دې لړ کې یې یو شپږیز او پنځه څلوریزې ووهلې. نوموړی د راپور تر لیکلو پورې لا هم پر میدان ولاړ و او د افغانستان د لوبډلې ایننګز یې منظم ساتلی و.

د سویلي افریقا د ۱۹ کلنو لوبډلې ټاس وګاټه او پرېکړه یې وکړه چې لومړی توپ‌اچونه وکړي.