Search

طالبان: په زابل کې د ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت دوه روغتیایي پروژې پیل شوې

News image
12 مرغومی 1404 - 15:24

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت مسوولان وایي چې د زابل ولایتي روغتون په انګړ کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د دوو مهمو روغتیایي پروژو د جوړولو چارې پیل شوې دي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند، شرافت‌زمان، په خپله اېکس (X) پاڼه کې لیکلي چې دغه پروژې د دوو نوو دو او درې‌منزلو ودانیو جوړول دي، چې په ټولیزه توګه د ۱۵۰ بسترو ظرفیت لري او ټاکل شوې ده د راتلونکي یو کال په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د هغه په وینا، د دغو پروژو تر څنګ، روان کال کې ۴۸ میلیونه افغانۍ د زابل روغتونونو او روغتیایي مرکزونو ته د طبي تجهیزاتو د پېر لپاره ځانګړې شوې دي او د زابل د ولایتي روغتون تشکیلات له ۱۰۰ بسترو څخه ۳۰۰ بسترو ته لوړ شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې خلک د ډاکترانو، درملو او طبي تجهیزاتو د کمښت او د روغتیایي خدمتونو د ټیټېدو شکایتونه کوي.

نړیوالو بنسټونو هم پرله‌پسې خبرداری ورکړی چې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د نړیوالو مرستو له کمېدو سره، د افغانستان د روغتیا سکتور له جدي مالي ستونزو سره مخ شوی او د خلکو لپاره د روغتیایي خدمتونو وړاندې کول له سترو ننګونو سره مخ دي.