Search

روغتون ته له محرم پرته بندیز؛ په جنوبي ولایتونو کې ښځې د درملنې له حقه بې‌برخې شوې

News image
Kabul Tribune
4 مرغومی 1404 - 13:52 کابل ټریبیون

له ۱۴۰۰ هجري شمسي کال وروسته، چې طالبان یو ځل بیا پر افغانستان واکمن شول، د ښځو د ژوند بېلابېل اړخونه له بې‌ساري محدودیتونو سره مخ شول.

د ښځو پر زده‌کړه بندیز لومړنی ګام و، خو ورپسې د کار، سفر، سیاسي ګډون، تفریح، فرهنګي فعالیتونو او آن روغتیايي خدماتو ته د لاسرسي حق هم ترې واخیستل شو. طالبان دا محدودیتونه د «اسلامي شریعت» تر نامه لاندې توجیه کوي، خو د ښځو پر ټولنیز، اقتصادي او انساني حضور یې پراخ بندیزونه لګولي دي.

پر ښځو د محدودیتونو دا لړۍ تر هغه ځایه رسېدلې چې اوس په یو شمېر ولایتونو کې ښځې له شرعي محرم پرته نه‌شي کولای روغتون ته ولاړې شي.

په کندهار، ارزګان، زابل او هلمند ولایتونو کې ګڼې ښځې وايي، که ناروغې هم وي، روغتون ته نه پرېښودل کېږي، ځکه له دوی سره محرم نارینه نه وي او طالبان د روغتیايي مرکزونو د داخلېدو اجازه نه ورکوي.

په دغو ولایتونو کې یو شمېر کورنۍ شکایت کوي چې طالبانو دولتي او خصوصي روغتیايي مرکزونو ته په هېڅ صورت له محرم پرته د ښځو د تګ اجازه نه ده ورکړې.

په کندهار ولایت کې یو شمېر هغه ښځې چې له محرم پرته دولتي روغتونونو ته تللې دي، کابل ټریبیون ته یې خپلې کیسې شریکې کړې دي.

د لیلمي په نوم یوه ۴۰ کلنه ښځه وايي، څو ورځې وړاندې یې خپله امیندواره نږور د روغتیايي وضعیت د کتنې لپاره د کندهار ښار یوه روغتیايي مرکز ته یووړه، خو د روغتون په دروازه کې یې د داخلېدو اجازه ورنه کړل شوه.

د هغې په وینا، د روغتون ساتونکو ورته ویلي چې د طالبانو له هدایت سره سم، هېڅ ښځه له محرم پرته روغتون ته نه شي داخلېدلی.

نوموړې زیاتوي، د محرم د نشتون له امله اړ شوه چې له خپلې امیندواره نږور سره بېرته کور ته ستنه شي.

هغې وویل:
«
کله چې د روغتون دروازې ته ورسېدو، اجازه یې رانکړه. ډېرې زارۍ مې ورته وکړې، ورته مې وویل چې زوی مې مزدورۍ ته تللی، خو هغوی وویل دا د طالبانو امر دی او پر ټولو یو شان عملي کېږي. موږ بېرته کور ته راغلو او دوه ورځې وروسته مې زوی له کاره پاتې شو او بیا یې خپله مېرمن روغتون ته یووړه.»

په ورته وخت کې، په کندهار ولایت کې د روغتیايي مرکزونو یو شمېر مسوولین او کارکوونکي هم دا ادعاوې تاییدوي. هغوی وايي، د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست له‌خوا ټولو روغتیايي مرکزونو ته هدایت ورکړل شوی چې له محرم پرته دې هېڅ ښځینه ناروغې ته د داخلېدو اجازه ورنه کړي.

دوی زیاتوي، یاد ریاست د دې پرېکړې د عملي کېدو څارنه په جدي ډول کوي او هغه روغتیايي مرکزونه چې له دې امر سرغړونه وکړي، له سزا سره مخ کېږي.

د کندهار ګاونډي ولایت ارزګان کې هم ورته شکایتونه مطرح دي. هلته خلک وايي چې د روغتیا په برخه کې د ښځو حقونه په پراخه کچه تر پښو لاندې شوي دي.

په ارزګان ولایت کې د AHDS (افغان انکشافي او روغتیايي خدمتونو) موسسې مسوولین، چې د دې ولایت ډېری روغتونونه تمویلوي، وايي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست له‌خوا هره میاشت ټولو روغتیايي ټیمونو ته سپارښتنه کېږي چې ښځې له محرم پرته روغتون ته مه پرېږدئ.

د موسسې د مسوولینو په خبره، نږدې هره ورځ لسګونه ښځینه ناروغانې یوازې د محرم د نشتون له امله له روغتونونو شړل کېږي.

یوه سرچینه وايي:
«
د ولایت په کچه هدایت شوی چې ښځې باید له محرم پرته هېڅ روغتون ته ولاړې نه شي. هره ورځ ګڼې ناروغانې له روغتیايي مرکزونو بېرته ستنوو، ځکه محرم نه لري.»

په هلمند ولایت کې هم ورته وضعیت حاکم دی. د زلیخا په نوم یوې ښځینه ناروغې وویل چې دوه ځله روغتون ته ولاړه، خو د محرم د نشتون له امله یې د درملنې څخه انکار وشو.

هغې وویل:
«
که له ښځې سره محرم نه وي، نه یوازې روغتون ته نه پرېښودل کېږي، بلکې بیړني حالتونه هم نه منل کېږي. دا یو انساني ناورین دی.»

په زابل ولایت کې یو مدني فعال، چې د امنیتي ستونزو له امله یې نوم نه دی اخیستل شوی، له نړیوالې ټولنې غواړي چې پر طالبانو فشار راوړي، څو پر ښځو لګول شوي محدودیتونه لرې کړي.

هغه وویل:
«
ښځه د درملنې حق لري. که ژوند ژغورل کېږي، باید دا حق له محرم پرته هم ورکړل شي.»

که څه هم طالبانو د یادو ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې څو ځله ټینګار کړی چې دوی په افغانستان کې شریعت عملي کوي او ټولې پرېکړې یې د شریعت له مخې دي.