Search

د هېواد وتلی سندرغاړی ثانی عبیدالله د ورپېښې شوې ناروغۍ له امله مړ شوی دی

News image
4 مرغومی 1404 - 13:15

د هېواد د سوېلي ولایت وتلی سندرغاړی ثانی عبیدالله، چې له اوږدې مودې راهیسې د مغزو په سرطان اخته و، نن پنجشنبه شاوخوا د ورځې پر ۱۱ بجو ساه ورکړه.

د نوموړي د کورنۍ یوه غړي کابل ټریبیون ته ویلي، چې د هغه د درملنې لپاره یې د هېواد دننه او بهر پراخې هڅې وکړې، خو درملنه یې ګټوره تمامه نه شوه.

د کورنۍ د معلوماتو له مخې، د ثانی عبیدالله جنازه به د کندهار ښار د تخت‌پول ولسوالۍ اړوند د ملید په کلي کې ترسره شي.

ثانی عبیدالله د نږدې دوو لسیزو راهیسې سندرې ویلې او د هېواد په کچه د یوه پېژندل شوي سندرغاړي په توګه مطرح و.

تر هغه وروسته چې طالبان په افغانستان کې واک ته ورسېدل، نوموړي له موسیقۍ سره سندرې پرېښودې او یوازې به یې په ځینو محدودو مجلسونو کې ترنم کاوه.