Search

هندي رسنۍ: نورا فتحي بمبي ښار کې په یوې ټرافیکي پېښه کې ټپي شوې

News image
30 لیندۍ 1404 - 21:03
کابل ټربیون — هندي رسنیو راپور ورکړی چې د بالیوډ اداکاره او هنرمنده نورا فتحي په بمبي ښار کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله ټپي شوې ده.

د دغو راپورونو پر بنسټ، د هغې موټر له بل موټر سره ټکر شوی چې ویل کېږي چلوونکی یې د مستۍ په حالت کې و.

د هندیا ټایمز د راپور له مخې، دا پېښه د شنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۹مه) مازدیګر هغه مهال رامنځته شوه چې نورا فتحي د یوې عمومي پروګرام په لور روانه وه.

هغه وروسته له پېښې نږدې روغتون ته لېږدول شوې او ډاکټرانو اعلان کړی چې هغه سطحي ټپونه، پړسوب او لږ مغزي تکان اخیستی؛ خو روغتیايي وضعیت یې باثباته دی.

هندي رسنیو د طبي سرچینو له قوله زیاته کړې چې معایناتو او انځورونو جدي داخلي زیان رد کړی او نورا فتحي تر درملنې وروسته له روغتونه رخصت شوې ده.

نورا فتحي هم په ټولنیزو رسنیو کې په یوه پیغام کې دا پېښه یوه وېرونکې تجربه بللې او له خلکو یې غوښتي چې د مستۍ په حالت کې له موټر چلولو ډډه وکړي.

هغې خپلو مینه‌والو ته ډاډ ورکړی چې د روغېدو پروسه تېروي، که څه هم لا هم درد لري.

د هندي رسنیو د راپورونو پر بنسټ، پولیسو بل موټر چلوونکی د مستۍ په حالت کې د موټر چلولو او بې‌احتیاطۍ په تور نیولی او څېړنې روانې دي.

سربېره پر دې پېښې، نورا فتحي د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، وروسته له مخکې ټاکل شوي خپل پروګرام کې هم ګډون کړی دی.