Search

د خوړو نړۍوال پروګرام: افغانستان کې خوارځواکۍ مخ پر زیاتېدو ده

News image
30 لیندۍ 1404 - 18:29 حیات الله داوري
ټربیون — د خوړو نړۍوال پروګرام وايي چې په ټول افغانستان کې د خوارځواکۍ د وضعیت له لا خرابېدو سره، هره ورځ ډېرۍ مېندې او ماشومان د درملنې لپاره روغتیايي مرکزونو ته مراجعه کوي.

دغه سازمان د یکشنبې په ورځ (د لیندۍ ۳۰مه) پر خپله «اېکس» پاڼه په یوه پیغام کې لیکلي چې په روان زیږیز کال کې د خوړو نړۍوال پروګرام توانېدلی چې په بېلابېلو سیمو کې زرګونه کسانو ته مغذي خواړه ورسوي.

د خوړو ۍړیوال پروګرام د تمویلوونکو له مرستو په مننې سره زیاته کړې چې دغو ملاتړونه زمینه برابره کړې ترڅو افغان مېندې او ماشومان د سالم راتلونکي فرصت ترلاسه کړي.

له دې وړاندې هم ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی و چې خوارځواکي په افغانستان کې د ډېرو ماشومانو ژوند ګواښي.