Search

د خوړو نړۍوال پروګرام: افغانستان کې د خوارځواکۍ کړکېچ مخ په زیاتېدو دی

News image
16 لیندۍ 1404 - 21:51

د خوړو نړۍوال پروګرام خبرداری ورکړی چې له ژمي سره سم، په افغانستان کې د خوړو د ناامنۍ او خوارځواکۍ کچه په اندېښمنوونکې توګه مخ په زیاتېدو دی.

دغه سازمان د یکشنبې په ورځ (د لیندۍ په ۱۶مه) د اېکس پر خواله رسنۍ لیکلي چې په ښځو او ماشومانو کې خوارځواکي کولای شي هغې کچې ته ورسېږي چې په وروستیو کلونو کې یې بېلګه نه وه لیدل شوې.

د خوړو نړۍوال پرورګرام اجرایوي رییس، الجزیرې ته په خبرو کې ویلي چې د بودیجې د سخت کموالي له امله دوی اړ شوي چې په افغانستان کې خپلې د خوړو مرستې له لس مېلیونو څخه یوازې دوو مېلیونو اړمنو ته کمې کړي.

هغه ټینګار کړی که‌چېرې بسندویه مالي سرچینې برابرې نه‌شي، په راتلونکي ژمي کې به ډېر ماشومان د خوارځواکۍ او یخنۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو مخکې راپور ورکړی و چې په افغانستان کې شاوخوا ۳٫۵ مېلیونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومان په شدیدې خوارځواکۍ اخته دي.