Search

طالبانو په خوست کې څلور روغتیايي مرکزونه او درې درملتونونه تړلي

News image
noDate

د خوست ولایت کې د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو اعلان کړی چې په دې ولایت کې څلور روغتیايي مرکزونه او درې درملتونونه د روغتیايي قوانینو او مقرراتو د نه رعایت له امله تړل شوي دي.

 د خوست د والي ویاند مستغفر ګربز د پنجشنبې په ورځ، د تلې ۳ مه، په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا اقدام د طالبانو د عامې روغتیا ریاست د مسوولانو له خوا د خوست ښار د دویمې او څلورمې ناحیې د یو شمېر روغتیايي مرکزونو، درملتونونو او د خوراکي توکو د پلورنځیو د څارنې او تفتیش وروسته ترسره شوی دی.

 هغه زیاته کړې چې د دې څارنې موخه د روغتیايي خدمتونو د کیفیت لوړول او د عامې روغتیا تأمینول دي. د خوست د والي ویاند ټینګار کړی چې ټول روغتیايي مرکزونه او درملتونونه مکلف دي چې د دې ډلې د عامې روغتیا وزارت قوانین او مقررات په جدي توګه رعایت کړي او له هر ډول سرغړونې څخه ډډه وکړي.

 دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې څو ځله هغه روغتیايي مرکزونه او درملتونونه تړلي دي چې د دوی په وینا، روغتیايي معیارونه یې نه دي رعایت کړي؛ دغه اقدام په ځینو مواردو کې د خلکو او د دې مرکزونو د خاوندانو له نیوکو سره مخ شوی دی.