له څلور کلن ځنډ وروسته تازه د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) د افغان پناه غوښتونکو ښځو ۲۳ کسیزی لوبډلې نوملړ اعلان کړ.
د دغه فدراسیون د خبر له مخې د افغان ښځو دغه لوبډله به د روانې
اکتوبر میاشتې په پای کې متحده عربي اماراتو کې په یو دوستانه ټورنمنټ کې ګډون او
سیالۍ وکړي.
د فیفا نړیوال فدراسیون رییس جیاني اینفانټینو د افغان ښځو د ټیم د
نوملړ اعلان او راتلونکي لوبې د افغان نجونو او د ښځو لپاره یو تاریخی ګام وباله
او له دغه ټیم سره یې د اوږدمهالې مرستې ژمنه وکړه.
په افغانستان کې د طالبانو په بیا واکمنۍ کې پر افغان ښځو او نجونو د
سپورټي فعالیتونو سربیره پراخ محدیتونه ولګېدل چې له کبله په کراتو افغان ښځو شکایتونه
کړي دي.