د افغانستان د نولس کلنو ځوانانو کرکټ ملي لوبډلې نن د یوې هر اړخیزې لوبې په پایله کې د کوربه بنګلهدېش د نولس کلنو لوبډله د ۴۷ منډو په توپیر ماته کړه او د پنځه یو ورځنیو لوبو په لړۍ کې یې ۲-۱ مخکښوالی ترلاسه کړ.
افغان لوبډلې په توپوهلو او توپاچونه دواړو برخو کې ښه کارکردګي
درلوده او د سیال ټیم لپاره یې د منډو جوړولو لاره ډېره تنګه کړه. دا د افغان کریکټ
لوبډلې پرله پسې دویمه بریا ده چې د لوبلړۍ د ګټلو هیلې یې لا پیاوړې کړې دي.
د کرکټ شنونکي وایي، د افغانستان د نولس کلنو لوبډلې دغه لاستهراوړنه
د هېواد د کرکټ راتلونکي لپاره د تمې او هیلو پیغام دی.