Search

په ننګرهار او نورستان کې نن د پولیو واکسین پیلیږي

News image
5 تله 1404 - 10:46 کابل ټربیون

له پولیو څخه پاک افغانستان بنسټ وايي چې د ننګرهار ولایت په ۱۷ او د نورستان ولایت په ۴ ولسوالیو کې د پولیو کمپاین پیلیږي.

د دغه سازمان په وینا، یاد کمپاین نن (شنبه، د تلې ۵مه) په دغو ولسوالیو کې پيلېږي.

سازمان زیاته کړې ده چې د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین به هم په ستنې (تزریقي) او هم د څاڅکو (قطرې) په ډول تطبیق شي.

سره له دې، یاد سازمان د هغو ماشومانو د شمېر په اړه چې ټاکل شوې په دغو ولسوالیو کې واکسین شي، معلومات نه دي ورکړي.

افغانستان او پاکستان د هغو لږو هېوادونو له ډلې دي چې د پولیو ناروغي پکې تراوسه په بشپړه توګه له منځه نه ده تللې.