د ایران د قم ولایت د اتباعو او بهرنیو مهاجرینو د چارو عمومي رئیس علي اکبر زارعي، ویلي چې د افغان مهاجرینو د ګډون د بندیز پرېکړه «بشپړه ناسم او شخصي اقدام» دی.
د ایراني رسنیو د راپور له مخې، نوموړي زیاته کړې چې دا پرېکړه د
فوټبال فدراسیون له عمومي تګلارو سره هېڅ ډول همغږي نه لري.
زارعي ویلي: «د ټولو ورزشي برخو، په ځانګړې توګه فوټبال او فوټسال کې،
د اتباعو حضور په قم ولایت کې هېڅ منع نه لري، او د مهاجرینو محدودول یو غیرمنطقي اقدام
دی.»
هغه په طنزي ډول ویلي: «که یو لوبغاړی حتی له برازیله هم قم ته راشي،
ایا ورته به د لوبې اجازه نه ورکول کېږي؟»
د قم د بهرنیو اتباعو د چارو رئیس د ایران د فوټبال فدراسیون د ۱۴۰۳
کال د عقرب میاشتې هغه پرېکړې ته هم اشاره کړې چې له مخې یې د مهاجرینو ګډون ته په
رسمي سیالیو کې اجازه ورکړل شوې. نوموړي ټینګار کړی چې د ولایتونو فوټبال شوراګانې
باید د همدې ملي تګلارې له مخې پرېکړې وکړي، نه ددې خلاف.
دا څرګندونې په داسې حال کې شوي چې څو ورځې مخکې د قم د فوټبال د
رئیسانو شورا یوه پرېکړه تصویب کړې وه چې له مخې یې مهاجر لوبغاړي او روزونکي له
فوټبال، فوټسال او د ولایت له سیالیو څخه منع شوي دي.
تر دې مخکې ایراني رسنیو راپور ورکړی و، چې د قم د فوټبال شورا دا
پرېکړه د تېر کال د فدراسیون له مصوبې سره په ښکاره تضاد کې ده.
ویل کېږي دا پرېکړه وروسته له هغې شوې، چې د ایران او افغانستان د
فوټسال ملي لوبډلو تر منځ لوبه ترسره شوې وه.