کابل ټربیون – د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند استفان دوجاریک، ویلي چې د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی، افغانستان په ۲۰۲۵ کال کې له یوه بشري بحران سره مخ دی چې په چټکۍ سره د خرابېدو په حال کې دی.
د دوجاریک په وینا، سږکال د تاریخ تر ټولو لوړه کچه د حاد سوی تغذیې ثبت شوي چې له ۴،۷ میلیونو څخه ډېرې ښځې او ماشومان د عاجلې درملنې اړتیا لري.
د خوړو نړیوال پروګرام د راپور له مخې، د سوی تغذیې زیاتوالی د مرستندویو بنسټونو له لوري د خوراکي او تغذیوي مرستو د سخت کمښت پایله ده.
همدارنګه د افغانستان په ختیځ کې څو زلزلو پر هغو کورنیو نوې ستونزې راولاړې کړې چې له وړاندې د بقا لپاره له سختو ننګونو سره مخ وې.
دوجاریک زیاته کړه چې د خوړو نړیوال پروګرام د کڼر ولایت زیانمنو کورنیو ته بډایه بسکویټونه او نور خوراکي توکي وېشلي او د پراخو مرستو د ملاتړ لپاره یې د زېرمه کولو خیمې درولې دي.
خو دغه پروګرام خبرداری ورکړی چې د سرچینو د کموالي له امله اړ شوي چې یوازې د هېواد په یوه کوچینۍ برخه کې مرستې وکړي او د اړتیا وړ ډېرو کسانو ته لاسرسی نه لري