له پولیو خلاص افغانستان په نوم ادارې ویلي، چې نن دوشنبه، د کندهار، هلمند، فراه او هرات په بېلابېلو سیمو کې د پولیو واکسین پيلېږي.
دغې ادارې د هغو ماشومانو د شمېر په اړه جزئیات نهدي شریک کړي، چې واکسین به لاسته راوړي.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د ۲۰۲۵ کال تر اوسه ۲۸ د پولیو مثبتې پېښې تایید شوي دي (۴ په افغانستان کې او ۲۴ په پاکستان کې).
دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې هم د پولیو د واکسین کمپاین
د نورستان او ننګرهار په بېلابېلو ولسوالیو کې ترسره شوی و.