د افغانستان ملي لوبډلې د اسیا جام سیالیو کې، د اتو منډو په توپیر د بنګلهدېش پر وړاندې ماتې وخوړه.
د بنګلهدېش لوبډلې پچه وګټه او لومړی یې د
توپوهنې پرېکړه وکړه. بنګلهېش د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره افغانستان ته ۱۵۵
منډې هدف تعیین کړ. افغان لوبډلې د پاورپلې په لومړیو اورونو کې خپل دوه پیاوړي
لوبغاړي صدیق اتل او ابراهیم ځدراڼ له لاسه ورکړ.
افغانستان ته نوراحمد او راشدخان هر یوه په
ترتیب سره دوه-دوه وېکټې واخیستې. په بېټینګ بیا ګربز په ۳۱ توپونو ۳۵ منډې، عظمتالله
عمرزي په ۱۶ توپونو ۳۰ منډې او راشدخان په ۱۱ توپونو ۲۰ منډې لاسته راوړې.
افغانستان خپله درېیمه لوبه د پنجشنې په ورځ
د سریلانکا پر وړاندې ترسره کوي.