کابل تربیون – د کابل-جلالاباد لویه لاره کې د تېرې ورځې (چهارشنبه، ۱۹ سنبلې) د ترافیکي پېښې په ترڅ کې یو کس وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.
د ځایي سرچینو په وینا پېښه ماښام شاوخوا ۵ بجې د لغمان ولایت د قرغه يي ولسوالۍ په ورشمن تنگي سیمه کې رامنځ ته شوه کله چې یو مسافر وړونکي موټر له یوه لینډکروزر سره ټکر وکړ.
د ټکر په نتیجه کې لینډکروزر سیند ته ولوېد چې په کې موټر چلوونکي «حمدالله کشمیر» ژوند له لاسه ورکړ او دوه نور کسان ټپیان شول.
ټپیان کسان روغتون ته انتقال شوي، خو د ډاکټرانو په وینا د یوه کس وضعیت نازک ګڼل شوی دی.