Search

افغانستان د ۱۷ کلنو فوټسال لوبډلې ازبکستان ته ماته ورکړه

News image
2 لړم 1404 - 23:37

د افغانستان د فوټسال د ۱۷ کلنو ملي ټیم لوبغاړي د ۲۰۲۵ کال د آسیا د ځوانانو د لوبو په لړ کې نن ماښام (جمعه) د ازبکستان پر وړاندې میدان ته ووتل او په پای کې یې سیالې لوبډلې ته د ۱۰ پر ۲ په لوړ توپیر ماتې ورکړه.

د هېواد د ۱۷ کلنو ملي لوبډله د «الف» په ګروپ کې له ازبکستان، بحرین او چین سره په یوه ډله کې ده.

د افغانستان د ۱۷ کلنو د فوټسال ملي لوبډله به سبا خپله دوهمه لوبه د دې سیالیو له کوربه هېواد، بحرین، سره ترسره کړي.